بنګلهدېش سره د سياليو لپاره افغان کرېکټ لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کميټې مشر اسدالله خان نن يکشنبه د چنګاښ ۱۱ مه د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې بنګلهدېش سره د راتلونکو دوو شلاوريزو لوبو په موخه د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ۱۶ کسيز نوملړ اعلان کړ.
د راشد خان په لوبډلمشرۍ دغه نوملړ کې پخواني چټک پيليز توپوهونکي شهزاد محمدي او بريدګر پيليز توپوهونکي حضرتالله ځاځي په ګډون يو شمېر نويو څېرو ته هم فرصت ورکړل شوی دی.
شهزاد محمدي له څو کلن نړيوال کرېکټ ځنډ او په کورني کرېکټ کې له ښه ځلېدا وروسته بيا ملي لوبډلې ته راغوښتل کېږي.
که څه هم د کرېکټ د چارو شنونکي او مينهوال د محمدي په بيا غوره کېدو خوښ برېښي، خو د حضرتالله ځاځي په بيا انتخاب نيوکه کوي.
په ورته وخت کې، دغه نوملړ کې د چټک توپاچوونکي وفادار مومند ټاکل کېدو ترڅنګ د صديق اتل په څېر يو شمېر نورو لوبغاړو ته هم فرصت ورکول شوی دی.
تمه ده، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله بنګلهدېش سره د درې پنځساوريزو نړيوالو سياليو له ترسراوي وروسته یاد هېواد سره د روانې مياشتې په اوږدو کې دوه شلاوريزې نړيوالې لوبې ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې بنګلهدېش څو ورځې وړاندې افغانستان ته د ټېسټ په يوازيني سيالي کې په لوی توپير سره ماتې ورکړه.