د امنيت شورا ناستې ته د طالبانو غبرګون: کورنيو چارو کې مو لاسوهنه ودروئ

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د چهارشنبې ورځې ناسته د طالبانو د ډلې د دوه ګوني غبرګون سره مخ شوې ده.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا د دې سازمان د امنيت شورا ناسته کې په نيويارک وويل، چې د طالبانو حکومت يو منزوي شوی او خپلسری رژيم او واکمن پلاوی يې نرينه او د کليوالي ريښې په درلودو سره د پښتون قوم ترکيب دی.
هغې همداراز وویل، چې د طالبانو ډله په داسې حال کې د ملګرو ملتو لهخوا افغانستان کې د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي، چې د دغه هېواد پر ښځو يې ډېر محدودیتونه لګولي او دا هغه څه دي چې د دې ډلې رسمیت پېژندنه تقریباً ناممکنه کوي.
طالبانو سره له دې چې له ابتدايي ښوونځي وروسته يې د نجونو زدهکړې منع کړي، په ادارو او نړیوالو موسسو کې يې د ښځو د کار کولو مخه هم نیولې ده.
رزا اوتونبایوا څرګنده کړه، چې د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره د طالبانو د ډلې له استازو يې سره خبرو اترو تراوسه کومه پايله نه ده ورکړې او د دې بندیزونو د لرې کولو لپاره هېڅ تضمين نشته.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د روزا اوتونبایوا سربېره دې شورا کې د نورو هېوادونو استازو هم د افغانستان د ښځو پر ژوند او کار د محدودیتونو په لګولو نیوکه وکړه او همداراز په هېواد کې یې د ثبات ټينګښت د ټول شموله حکومت جوړولو پورې مشروط وګڼه.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د امنيت شورا د غړو هېوادونو دغه برخه څرګندونې د طالبانو د ډلې نيوکو سره مخ شوې دي.
د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي، چې له ټولو هېوادونو غواړي د حکومت د ترکيب او د قوانينو په جوړولو په شمول دې په کورنيو چارو کې لاسوهنه ودروي.
دغه وزارت له بل پلوه د اوتونبايوا د راپور د بلې برخې چې په کې مخدره توکي، اداري فساد، مالي ثبات، امنيتي وضعيت او داعش سره مبارزې موضوعاتو ته اشارې شوې، هرکلی کړی دی.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې خپل راپور کې، د يادو موضوعاتو په برخه کې له پرمختګونو يادونه کړې وه، چې د هغې په وينا د طالبانو له راتګه وروسته ترلاسه شوي دي.
د طالبانو ډلې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه بياځلې واک ترلاسه کړ، په خپله اعلاميه کې يې ويلي دي، چې يوازې هغو نړيوالو نورمونو او مکلفيتونو ته ژمن دي، چې د اسلامي شريعت، د افغانستان کلتور او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.
نړيوالې ټولنې تر دې دمه پر افغانستان د دغې ډلې واکمني د ټولګډونه حکومت نه جوړولو، د ښځو پر ژوند، زدهکړو او کار محدوديتونو لګولو او د بشري حقونو د نقضولو له امله په رسميت نه ده پېژندلې.