پاکستان افغانستان سره د نړيوال جام تمريني لوبې د لغوه کېدو غوښتنه کړې

د پاکستان کرېکټ بورډ د کرېکټ له نړيوالې شورا غوښتي، چې افغانستان سره دې د پنځوساوريز نړيوال جام تمريناتي لوبه لغوه او پر ځای دې يې د سويلي افريقا او يا کوم بل هېواد سره تمريناتي سيالۍ برابره کړي.
د پاکستان کرېکټ بورډ همداراز له دې شورا غوښتنه کړې، چې دغه جام کې دې د افغانستان او اسټراليا سره د دوی د سياليو ټاکل شوي ډګرونه هم بدل کړي.
راتلونکي پنځوساوريز نړيوال جام کې د افغانستان او پاکستان لوبه د هند په چينای لوبغالي کې ترسره کېږي، هغه لوبغالی چې د ورو توپ اچوونکو لپاره تل ښه ثابت شوی دی.
که څه هم پاکستاني چارواکو د دې غوښتنو د لاملونو په اړه ظاهراً څه نه دي ويلي، خو د يو شمېر هندي رسنيو د راپورونو له مخې، پاکستان له افغان ورو توپ اچوونکو وېره لري او په همدې بنسټ يې چينای لوبغالي کې د لوبې د بدلېدو غوښتنه کړې.
د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړيوال پنځوس اوريز جام د هند په کوربهتوب ترسره کېږي، چې د افغانستان په ګډون ورته د کرېکټ د نړۍ مخکښو ۸ هېوادونو نېغ په نېغه لاره پيدا کړې او پاتې دوه هېوادونه به د غوراوي سياليو له ترسره کېدو وروسته په کې شامل شي.
دغه سيالۍ به د روان زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې پيل او د نومبر تر ۱۹مې نېټې په دوام وکړي.