د بښنې سازمان پاکستان ته: د افغان کډوالو زورونه ودروئ

بښنې نړيوال سازمان يوې اعلاميه کې د پاکستان له دولته غوښتي، چې دغه هېواد کې په خپل سره توګه د افغان کډوالو زورونه او ربړونه ودروي.
د دې سازمان اعلاميه، چې د غبرګولي په ۳۰مه، سهشنبه، د کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت خپره شوه، راغلي، هغه کډوال چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، په خپلسره توګه نيولو او اجباري اخراج سره مخ دي.
د بښنې نړيوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو د نوم ليکنې بهیر ټکنيوالي ته په اشارې سره ويلي، چې تر دې دمه د دغو کډوالو د پام وړ شمېر نه دي توانېدلي، چې د مېشت کېدو پاڼې ترلاسه کړي او د يو شمېر کسانو يې د ویزو مودې هم پای ته رسېدلې دي.
په اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان د عامل مدیر مرستیاله دینوشیکا دیسانایاکه، ويلي چې د نړيوالو لهخوا د هغو کډوالو وضعيت ته نه پاملرنه، چې نه پاکستان کې د دايمي اوسېدنې چانس لري او نه بېرته هېواد ته ستنېدلای شي، د ژورې خواشينۍ وړ ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اعلان پر بنسټ، اوس مهال پاکستان کې ۳.۷ ميليونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې ډلې ۱.۴ ميليونه يې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
له دې وړاندې اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له دولته غوښتي ؤ، چې د افغان کډوال له اجباري نيولو او اخراجولو دې ډډه وکړي.