طالبانو د ودونو په غونډو کې پر موسيقۍ غږولو بنديز ولګوه
29 جوزا 1402
1 دقیقې

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت يو ډلې کابل کې د ودونو د سالونونو خاوندانو ته امر کړی، چې د واده او نورو غونډو کې د هر ډول موسيقۍ له غږولو او خپرولو ډډه وکړي.
دغه امر کابل کې د ودونو د سالونونو خاوندانو سره په يوې غونډه کړې اعلان شوی دی.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت وياند محمد صادق عاکف ويلي، چې موسيقي او نڅا ته په اسلامي شريعت کې اجازه نه ده ورکړل شوې.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې، که د ښځو تر منځ نارينه نه وي، کولای شي دايره/ دف ووهي.
دا څويم ځل دی، چې طالب چارواکي په مستقيم ډول ولايتونو کې د ودونو پر سالونونو، رستورانتونو او مسافرخونو کې د موسیقۍ پر غږلو او خپرولو بندير لګوي.
له دې وړاندې د طالبانو ډلې د يو لړ لارښوونو له مخې راډيو او ټلويزون کې د موسيقۍ پر غږولو او خپرولو بنديز لګولی ؤ.