نړۍ کې د کډوالو شمېر ۱۱۰ ميليونو ته ورسېد

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خپل کلني راپور کې ويلي، چې په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر ۱۱۰ ميليونو ته رسېدلی دی.
د دې سازمان د راپور پر بنسټ، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، يوازې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹ ميليونه وګړي کډوال شوي دي.
د دې کډوالۍ اصلي لامل، جګړه، تبعيض، د بشري حقونو نقض او زورونه ښودل شوې ده. د دغو کډوالو ډېری برخه د سوريې، اوکراين، سوډان او افغانستان له هېوادونو ده.
ترکیه، ايران، کلمبيا او جرمني هغه هېوادونه دي، چې د دې کډوالو د ډېری برخو کوربهتوب کوي.
دې سازمان اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې د افغان کډوالو شمېر نږدې ۶ ميليونو ته رسېده. افغانستان د نړۍ په ۶۶ هېوادونو کې دويم هېواد دی، چې اوسېدونکو يې بېلابېلو هېوادونو ته يې ډېر شمېر د پناه اخيستو قضيې ثبت کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو راپور هممهاله زیاته کړې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۳۸ هېوادونو ۳۳۹ زره کډوال په داوطلبانه توګه خپلو کورنو ته ستانه شوي دي. همداراز ۵.۷ ميليونه هغه کډوال چې په خپلو هېوادونو کې بې ځايه شوي ؤ، په دې بريالي شوي چې خپلو اصلي ځايونو ته وروګرځي.