د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې نوی سر روزونکی عبدالله المطيري، څوک دی؟

13 جوزا 1402
alt-white-book 2 دقیقې
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې نوی سر روزونکی عبدالله المطيري، څوک دی؟

Goalnepal.com

وروسته له هغې چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د آسیا ملتونو د ۲۰۲۳ کال جام ته لاره پيدا نه کړه، د دې لوبډلې پر پخواني سرروزونکي انوش دستګیر نيوکې ډېرې شوې او د افغانستان فوټبال فدراسيون اړ شو چې له يو لړ خبرو اترو او د دواړو لوريو په هوکړې سره تړون لغوه کړي.

د انوش دستګيري له ګوښه کېدو وروسته د افغانستان فوټبال ملي لوبډله وپاشل شوه او له نږدې يو کال راهيسې د دې لوبډلې له تمريناتو او دوستانه سياليو کوم خبر نه ؤ.

د افغانستان فوټبال فدارسيون د غويي په اتمه، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ياد فدراسيون عبدالبه المطيري د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان فوټبال فدراسيون په خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېر ژر به په کور دننه او بهر تمريناتي کمپونه برابر او د فوټبال غوره څېرې ملي لوبډلې ته وبلل شي.

 

عبدالله المطيري څوک دی؟

عبدالله المطيري د کويټ هېواد اوسېدونکی دی. ښاغلی المطيري ۴۱ کاله عمر لري، په ۲۰۱۷ کال کې يې سعودي عربستان کې د «رضوا» په نوم کلپ سره د روزونکي په توګه کار پيل کړ.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې قطر کې د «الشحانیه» په نوم د دويمې لوبډلې مسؤليت په غاړه واخيست. ښاغلی المطيري وروسته له يو څه مودې د قرغېزستان له ۱۷ کلنو کښته ملي لوبډلې سرروزونکی او ورپسې د نيپال ملي لوبډلې سرروزونکی شو.

ښاغلی المطيري د نيپال فوټبال ملي لوبډلې سره په دې بريالی شو چې د سويلي آسيا د هېوادونو د ملتونو جام (SAFF)  پايلوبې ته لاره پيدا کړي او هندوستان پروړاندې ماتې وخوري او د اتلولۍ له جام څخه پاتې شي. المطيري د نيپال فوټبال ملي لوبډلې سره په ۱۹ لوبو کې دنده ترسره کړه، چې په دې کې يې ۵ برياوې، ۲ مساوي او ۱۲ ماتې لرلې.

د فوټبال د چارو کارپوهانو په وينا، د افغانستان فوټبال ملي نوی سرروزونکی د ۱-۴-۱-۴ کړنلارې لېواله دی او د هغه لوبډلې دفاعي لوبه کوي.

د ښاغلي المطيري په اړه جالب ټکی دا دی، چې له ۱۲ نيولې تر ۱۷ زره ډالره پورې معاش يې د قطر هېواد له لوري ورکول کېږي او افغانستان په دې تړاو مسؤليت نه لري.

ويل کېږي، چې ښاغلی المطيري په ډېر ژر کابل ته لاړ شي څو د افغانستان فوټبال ملي فدراسيون سره خپل تړون لاسليک او د ملي لوبډلې مسؤليت په غاړه واخلي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د سرروزونکي په توګه د المطيري لومړنی تجربه په مرکزي آسيا اتلولۍ (کافا) سيالۍ وي؛ هغه سيالۍ چې افغانستان ورسره د ایران او قرغېزستان لوبډلو سره په یو ګروپ کې دی.

د مرکزي آسيا اتلولۍ (کافا) سيالۍ به د روان کال جون مياشت کې د تاجيکستان په کوربه‌توب ترسره شي.

د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ او زموږ مینځپانګه په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ


اړوندې لیکنې