د طالبانو بهرنيو چارو وزیر: نړيوالو بنديزونو زموږ پر مړو هم اغېز کړی

13 جوزا 1402
alt-white-book 1 دقیقې
د طالبانو بهرنيو چارو وزیر: نړيوالو بنديزونو زموږ پر مړو هم اغېز کړی

Document.no

د طالبانو د ډلې د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي – د هغو ۱۸ تنو افغان کډوالو د جسدونو د فاتحې مراسمو کې، چې بلغاريا کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ – د افغانستان د خلکو پر ژوند يې د نړيوالو بنديزونو د منفي اغېز په اړه نيوکه وکړه.

متقي وويل، د طالبانو د ډلې د بهرنيو چارو وزارت د کډوالو د جسدونو د لېږد لپاره دوه ځلې هڅه وکړه، چې پیسې حواله کړي، خو بريالي نه شول.

د هغه په وينا، د دې لامل نړيوال بنديزونه ؤ، چې د دغه ډلې پر بانکي فعاليتونو لګول شوي دي.

د طالبانو دغه چارواکي زياته کړه، هغوی د همدې بنديزونو له امله ونه شو کولای چې بلغاريا ته چارټر الوتکه واستوي.

متقي وويل، دغو بنديزونو د افغانستان د خلکو د ژوند پر ټولو برخو اغېز کړی او حتی دغه اغېزې د دوی په ژويو، بوټو او مړو کې هم تر سترګو کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزير وويل، دغه بنديزونه په هېڅ چوکاټ کې برابر نه دي او د نړيوالې ټولنې د بشري حقونو د ادعا خلاف دي.

متقي له خلکو وغوښتل، چې خپل هېواد دې نه پرې ږدي؛ ځکه د هېڅ یوه لپاره يې د «سر» خطر نشته.

هغه وويل، د طالبانو ډله هڅه کوي د ایران، پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په څېر هېوادونو کې بندي افغانان آزاد کړي.

د متقي په وينا، تر دې دمه شاوخوا ۲زره افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ۱۸ کډوالو جسدونه د غبرګولي مياشتې په درېيمه نېټه له بلغاريا څخه کابل ته ورسېدل. هغوی په فبرروي مياشت کې اروپايي هېوادونو ته د لېږد پرمهال بلغاريا کې په يوه کانټينر خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ او زموږ مینځپانګه په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ


اړوندې لیکنې