د روغتيايي خدمتونو د تامين لپاره د افغانستان نيم ميليارد ډالري اړتيا
13 جوزا 1402
1 دقیقې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکي دفتر (اوچا) د غبرګولي مياشتې په ۴مه، د پنجشبنې په ورځ په يوه ټوېټ کې وويل، چې د روغتيايي خدمتونو د تامين لپاره افغانستان نيم ميليارد ډالري تازه مرستې ته اړتيا لري.
د اوچا په ټوېټ کې راغلي دي، چې افغانستان کې د ۱۵.۶ ميليونه تنو د روغتيايي خدمتونو د تامين لپاره، په روان زېږديز کال کې، ۴۴۹.۹ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.
اوچا ويلي، چې افغانستان کې د روغتيا په برخه کې نه پانګونې د دې هېواد د زیان منونکو وګړو تر منځ د مړينې شمېره لوړه کړې ده.
د اوچا د معلوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري، ۱۷.۶ ميليونه تنو ته رسېږي.