د G7 هېوادونو مشران: افغانستان کې بشري حقونه نقض کېږي

12 جوزا 1402
alt-white-book 1 دقیقې
د G7 هېوادونو مشران: افغانستان کې بشري حقونه نقض کېږي

CNN

د G7 هېوادونو مشرانو ۴۹مه ناسته چې د جاپان په کوربه‌توب هيروشيما کې ترسره شوه، د افغانستان سربېره په کې په يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

د دې ناستې ګډونوالو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو پر نقض اندېښنه وښوده او له طالب مشرانو يې وغوښتل چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره زمينه برابره کړي.

اعلاميې کې راغلي، چې د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو لګول شوي بنديزونه بايد ژر تر ژره لرې او په دې تړاو اړين ګامونه پورته شي.

د اعلاميې په دوام، له طالبانو همداراز غوښتنه شوې چې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو کړو ژمنو باندې عمل وکړي او نه دې پرېږدي چې د افغانستان خاوره يو ځل بيا د بلې هېواد په ضد وکارول شي.

د G7 هېوادونو ۴۹مه ناسته د امريکا متحده ايالتونو، انګلستان، جاپان، جرمني، فرانسې، کاناډا او ايټاليا هېوادونو د مشرانو په ګډون د روان کال د مې مياشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې جاپان کې جوړه شوه.

د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ او زموږ مینځپانګه په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ


اړوندې لیکنې