د سعودي لومړنۍ ستورمزلې ریانه برناوي فضا ته ولاړه

11 جوزا 1402
alt-white-book 1 دقیقې
د سعودي لومړنۍ ستورمزلې ریانه برناوي فضا ته ولاړه

Siasait.com

د سعودي عربستان لومړنۍ ښځينه ستورمزلې ریانه برناوي فضا ته واستول شوه.

له ريانې سره په دې سفر کې درې نور ستورمزلي عرب علي القرني، امريکایی سوداګر جان شوفنر او د ناسا پخوانۍ ستورمزلې پيګي ويټسن ګډون لري.

دغه څلور ستورمزلي د روان زېږديږ کال د مې په ۲۱مه د امریکا متحده ايالتونو له کينيډي فضايي اډې څخه فضا ته خپل سفر پيل کړ.

د امريکا د فضايي چارو اداې ناسا ويلي، ياد څلور ستورمزلي به په سپېس اېکس ډراګون کيپسول کې فضايي مرکز ته ولاړ شي او هلته به د خپل ۱۰ ورځني سفر په ترڅ کې د فضا په مدار وڅرخي.

ریانه برناوي د سينو د سرطان څېړونکې ده، د سعودي عربستان لومړنۍ ښځه ده چې نړیوالې فضايي اډې ته سفر کوي.

سعودي خپل د فضايي کمیسیون ۲۰۱۸ کې رامنځته کړ او فضا ته ېې د ستورمزلو د استولو لپاره لازم پروګرامونه پيل کړل.

د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ او زموږ مینځپانګه په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ


اړوندې لیکنې