اندونيزيا ته د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي سفر

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د روان زېږديز کال د مې په ۲۲مه، د دوشنبې په ورځ د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اندونيزيا د ولسمشر په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
رئيسي سره په دې سفر کې د ایران د بهرنيو چارو او اقتصاد وزيران هم مله ؤ.
د ایران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې اندونيزيا ته د ایران د ولسمشر سفر د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په رسمي بلنه ترسره شوی.
د ښاغلي عبداللهيان په وينا، دغه سفر د دواړو لویو ملتونو ترمنځ د اړيکو د نوي فصل د پيل په مانا دی.
د دغه سفر موخه، اندونيزيايي مشرانو سره ليده کاته، بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوداونو ترمنځ د تړونونو لاسليکېدل، د دواړو لوريو سوداګرو سره ناسته پاسته، اندونيزيايي علماوو او پوهانو سره خبرې اترې او اندونيزيا کې مېشتو ايرانيانو سره لیدنې او کتنې ګڼل شوي ؤ.
ابراهيم رئيسي له ۲۰۰۶ کال وروسته د ایران لومړنی ولسمشر دی، چې اندونيزيا ته په رسمي سفر ځي.
اندونيزيا د آسيا په لویه وچه کې، د نږدې ۳۰۰ ميليونه نفوس درلودونکی هېواد دی، چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي. که څه هم د ايران او اندونيزيا ترمنځ واټن ډېر دی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ تاريخي او کلتوري اړيکې د پاملرنې او تأمل وړ دي.