نړيوال بنسټونه: ښځو سره دې د طالبانو چلند د بشريت پر وړاندې د جنايت په توګه وڅېړل شي

د بښنې نړيوال سازمان او د حقوق پوهانو نړیوال کميسيون په يوه ګډ راپور کې، ښځو سره د طالبانو د چلند د «بشريت پر وړاندې جنايت» په توګه د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د دې د دوو سازمانونو ګډ راپور د غبرګولي مياشتې په پنځمه، د جمعې په ورځ د «ښځو سره د طالبانو جګړه: افغانستان کې د بشريت پر وړاندې جنايت او جنسيتي تاوتريخوالی» تر عنوان لاندې خپور شو.
راپور د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي، تبعیضي او سخت چلند د یادولو ترڅنګ، د ښځو پر وړاندې د دې ډلې چلند، افغانستان کې د دغې بشري مجموعې پر وړاندې د يوې تمام عيارې او سيستماتيکې جګړې په توګه یاد کړی دی.
راپور کې ټینګار شوی، چې د نړیوالې جنایي محکمې د اساسنامې د ۷مې مادې لومړۍ فقرې پر بنسټ، د طالبانو د ډلې چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وڅېړل شي.
دې دوو بنسټونو همداراز د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د خپل قضايي قوت په کارولو سره دې د طالبانو ډلې د غړو هغې برخې پر ضد اقدام وکړي، چې د ښځو پر وړاندې يې په تاوتريخوالي لاس پورې کړی.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهيسې د طالبانو ډله په واکمنېدو سره د دې په هڅه کې ده، چې ښځې له ټولنې حذف کړي.
دې ډلې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او له شپږمو ټولګيو پورته د ښوونځيو په تړلو سربېره، هغوی په نړيوالو سازمانونو کې له کار کولو هم منعه کړې دي.