فبرورۍ مياشت کې څه باندې ۹زره افغانانو اروپايي ټولنه کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې

د اروپايي ټولنې د شمېرنو ادارې، د غبرګولي په ۴مه، د پنجشنبې په ورځ، د دې ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنليکونو په اړه خپل مياشتینی راپور خپور کړ.
دې راپور کې راغلي دي، چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه اخيستو غوښتنليکونه د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د تېر کال د فبرورۍ مياشت په پرتله ۴۱ سلنه لوړ شوي دي.
د دې راپور له مخې، د روان کال په فبرورۍ کې، ۷۶۵۰۰ کسانو د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه اخيستو غوښتنليکونه ثبت کړي دي؛ په داسې حال کې چې دا شمېره د تېر کال فبرورۍ مياشت کې ۵۴۳۷۰ تنو ته رسېده.
له سوريې وروسته، د افغانستان ډېری اوسېدونکو دغو هېوادونو کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د هغو خلکو شمېره چې د روان کال فبرورۍ مياشت کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې يې د پناه اخيستو غوښتنه کړې ده، ۹۳۱۰ تنه ښودل شوې ده.
راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ۱۰۲۵ تنه يې د کښته عمر لرونکي کسان دي او ځانونو سره څوک نه لري.
دې شمېرو کې ډېری غوښتنليکونه، د جرمني، هسپانيې، فرانسې او ايټالیا هېوادونو ته استول شوي دي.
د افغانستان ډېری اوسېدونکي په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخيستو لپاره، د غير قانوني له لارو او په قاچاقي توګه دغو هېوادونو ته دننه کېږي او ځينې يې د خپل مقصد لرونکو هېوادونو ته د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دغو پناه اخيستونکو له ډلې تېره ورځ ۱۸ جسدونه له بلغاريا نه کابل ته ورسېدل.
دوی په فبرورۍ مياشت کې خپل مقصد لرونکي هېواد ته د لېږدولو پرمهال، يوه کانټينر کې ژوند بایللی ؤ.
د بلغاريا پوليسو په دې مرګوني انساني قاچاق کې د لاس لرلو په تور څلور تنه نيولي دي.