د طالبانو پر وړاندې مدني مقاومت

افغانستان کې وروستۍ سياسي زلزلې – واک ته د طالبانو بيا رسېدل – د افغانستان خلک له عقلاني او احساسي نظر نه حیرانه او ناهيلي کړي دي. هېڅ چا د طالبانو د بېرته چټک راتګ وړاندوينه نه وه کړې. ډېرو لږو کسانو داسې فکر کوه چې طالبان دې بيا د افغانستان پر انسان د ټول هېواد په کچه غير انساني قوانين تحميل او زنداني يې کړي. د هغوی واکمنۍ واقعي ده او خلک هره ورځ په ښارونو کې د خپلو اولادونو قاتلانو سره په سترګو کېږي. د افغانستان ټولنيز فعالان او سياسي قوتونه تيت او پرک دي او طالبانو سره د وسلهوالې جګړې او يا سياسي حللارې پر سر دوه زړه دي.
نږدې دوه کاله کېږي چې پوځي خوځښتونه د افغانستان په څو ولايتونو کې د طالبانو ډلې سره جګړه کوي. همداراز طالبان د خپلۍ واکمنۍ په ټولو مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د يو شمېر ښځو اعتراضي بهير سره مخ شوي دي. دې ټولو ته په کتو، هغه څه چې دوامداره تعقيب ته اړتيا لري، هغه د افغانستان دننه او بهر د طالبانو پر وړاندې منسجمه مدني اعتراضونه دي او دا يوازينۍ لاره ده چې مخالف نه لري.
افغانستان لږ د مدني اعتراضونو شاهد پاتې شوی دی. د دې هېواد وګړو د وروستيو سلو کلونو واکمنۍ د زور له لارې پرځولي او له مخې يې لرې کړې دي. د واکمنيو او خلکو ترمنځ چې څومره چريکي جګړې او وسلهوالې نښتې رامنځته شوي، هغومره مدني اعتراضونه نه دي شوي. ښايي همدا وي، چې مدني مقاومت او د هغه اړتيا د افغانستان د ټولنې لپاره ناپېژنده ده او په پايله کې ناچيزه شمېرل کېږي. خو، د نورو ملتونو تاريخ او حتی د افغانستان د ټولنې لنډو دورو ښودلې چې يو سنجول شوی، منسجم، دوامدار او جدي اعتراض مطلوبه پايله ورکوي.
افغانستان کې د استبداد، بې عدالتۍ او ځان غوښتنې پر وړاندې مدني اعتراضونو پيل د لېږديز لمريز دېرشمې لسيزې ته ورګرځي. په احتمالي توګه (د لېږديز لمريز څلوېښتمه لسيزه) د ډيموکراسۍ لسيزه د افغانستان په تاريخ کې د دغه مدني اعتراضونو د اوج پړاو دی، چې د دغه خوځښتونو ډېره برخه يې د حکومت او دولت په چلندونو کې د بدلون او د رسنيو د آزادۍ، سياسي فعاليتونو او نورو برخو کې د قوانينونو د تغييراتو سبب شوې. په ۱۳۶۹ کال کې د محصلينو مدني اعتراضونه د دې لامل شوه، چې د کابل پوهنتون د رئيس په اووه نوبتونو کې بدلون راشي. وروسته له هغې په ۱۹۶۵ کال کې د محصلينو لخوا مدني اعتراض د وخت د صدراعظم (ډاکتر يوسف) د ګوښه کېدو لامل شوه. همداراز په ۱۹۸۶ کال کې د محصلينو او زدهکوونکو له لوري مدني اعتراضونو حکومت دې ته اړ کړ، چې د پوهنې او پوهنتون قوانين فسخه کړي. همدا اعتراضونه په ۱۹۷۲ کال کې د دې سبب شوه، چې د وخت د پوهنې وزير او د کابل پوهنتون د ټولو پوهنځيو مشران له دندو ګوښه شي. دغه تاريخي پړاو موږ ته دا وايي، چې مدني اعتراض او مقاومت يو له هغو لارو ده چې د ټولنې انساني او معقولې غوښتنې افغانستان کې د طالبانو د اوسنۍ ديني حکومتولۍ په څېر د مستبدې او ظالمې واکمنۍ پر وړاندې پوره کوي.
تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان د ډيموکراسۍ د تمرين لړۍ روانه وه، «جنبش تبسم»، «جنبش روشنایی» او «رستاخیز تغییر» په دې بريالي شوه، چې په زرګونو تنه د کابل په واټونو کې بسيج کړي. د دې ټولنيزو حرکتونو د اوږدمهاله ګټو او اغېزو په اړه څو مقالې او ليکنې خپرې شوې چې دا د افغانستان د اعتراضي-مدني خوځښتونو په تاريخ کې مهم ګام ؤ. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هزارهګانو د سيستماتيکو وژنو پر وړاندې مدني اعتراضونه د نړيوالو غبرګونونو سبب شوه او په دې سره نړيوالو د افغانستان دننه او بهر د خلکو له اعتراضي حرکتونو ملاتړ اعلان کړ. د هزارهګانو د وژنې په خلاف د خلکو پراخ اعتراض او يووالی او همداراز د ایران د ښځو او خلکو اعتراض دا وښوده، چې د مذهبي-سياسي استبداد پر وړاندې مدني اعتراض او مقاومت کولای شي چې د پراخو ټولنيزو بدلونونو سبب شي.
تاريخ کې د برياليو مدني اعتراضونو نمونې ډېرې دي. د دې انساني کړنلارې ښوونکي مهاتما ګاندي، د برتانيا له استعماره د هند د خلاصون لپاره له تاوتريخوالي د ډډې قدرت نندارې ته وړاندې کړ. هغه په همدې کړنلارې سره يوه امپراتوري شاه ته کړه او د نړۍ یو لوی هېواد يې د ډيموکراسۍ په رښتيني مسير برابر کړ. مارتين لوترکينګ دا کړنلاره په امريکا متحده ايالتونو کې له ستمه د رنګهپوستانو د خلاصون لپاره وکاروله، يو هغه کار چې په بشري تاريخ کې په يو لوی او الهام بښونکې پېښې باندې اوښتی دی. دغه دواړه اعتراضونو له ځان سره الهام بښونکې او تلپاتې پايلې لرلې او د يو لوی ټولنيز او سياسي بدلون د لامل سبب شوه. له هغه وخته وروسته ډېرو ټولنو دغه کړنلاره د ستم د پایته رسېدو او د خپل حق د غوښتلو لپاره وکاروله. نوې بېلګه يې د عربي نړۍ پسرلی، د مصر پېښې او اوسنی د «ښځه، ژوند، آزادي» خوځښت دی، چې د نړۍ په کچه د ټولو آزادو انسانانو د منلو او هرکلي وړ ګرځېدلی دی.
افغانستان کې د ظلمت عصر او پېر واکمن دی. دغه ټولنه په بشپړ ډول له يو متفاوته لوري تېرېږي او پېښو يې ټوله نړۍ حيرانه کړې ده. څه کم دوه کاله کېږي، چې هېواد د پرمختګ لپاره اساسي قانون، رسمي پوځ، بېلابېل او خپلواک قوتونه، پولي سياست او نور لازم موارد نه لري. د نړۍ هېڅ يو هېواد واکمنه ډله د رسمي حکومت په توګه په رسميت نه پېژني. واکمنې ډلې هم تر دې دمه د ټولګډونه حکومت د جوړولو، د بشري حقونو درناوي، د ښځو آزادۍ او د بيان آزادۍ په برخو کې د نړۍ غوښتنو ته تن نه دی ورکړی.
د طالبانو مخالفين په دې توانېدلي، چې يوه پوځي جبهه – که څه هم کمزورې ده – رامنځته کړي، خو دا په هېڅ ډول د بدلون د راوستو او د واکمنې ډلې د قوت ماهيت د څرګندولو لپاره بسنه نه کوي. د دې ترڅنګ آزادي غوښتونکي او ولسواکي طلبه قوتونه د طالبانو پر وړاندې يو منسجم او غښتلي مدني بهیر ته اړتيا لري. په حقيقت کې د افغانستان د آزاده ټولنې کليت بايد په پوره انسجام سره د هېواد دننه ورځنۍ پېښو ته په کتو سره د طالبانو ورځني جنايتونه مستند، بربنډ او يو او بل او نړۍ ترې خبره کړي. پرته له هغې ښايي، د طالبانو د عادي کېدو پروګرام عادي شي او په اوږدمهاله ډول د افغانستان په ټولنه کې د يوازنيني قوت په توګه او د يو رسمي حکومت په ډول د نړۍ لپاره د منلو وړ شي.
يوازې هغه مقاومت چې د طالبانو د له منځه تللو لامل شي د اهميت وړ نه دی. د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د ښځو واړه او تيت او پرک اعتراضونه به د تاريخ په پاڼو کې ثبت شي.
د طالبانو له راتګه وروسته چې تر ټولو لوی ناورين رامنځته شوی، هغه ناهيلي ده. خلک او په ځانګړي ډول نوی نسل احساس کوي، چې هرڅه بن بست ته رسېدلی دي او د طالبانو د زندان پرانيستل ناممکن دي او يوازينی لامل چې ستم ليدونکي په اوږدمهال کې تر سلطې لاندې پاتې کېږي، پر هغوی د وېرې غلبه ده. د استبدادي واکمنيو يو ترټولو مهمه وسيله چې د خپلې بقا لپاره يې کاروي، د وېرې رامنځته کول دي او یوازينی څه چې دغه استبداد ړنګ کړي، پر وېرې برلاسی کېدل دي. له همدې امله له افغانستانه بهر مدني حرکتونه کولای شي د هېواد ننه عمومي چاپېريال باندې تلپاتې اغېز ولري.
هره شېبه د دې وېرې شته چې بلخ کې د هزاره ګانو د وژنې او «یکاولنګ» په څېر ورته پېښې رامنځته شي. د دې ډلې تېرو کارنامو او د تفکر کړنلارې ته په کتو هر پېښه ممکن ده چې رامنځته شي. همدا اوس يې د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو پر ځای د مذهبي مدرسو دروازې پرانېستې دي او د داسې نوي نسل د روزنې په حال کې دي چې پايله يې د اسلامي ترهګرۍ د لمنې پراخول دي. په همدې بنسټ مخکې له دې چې افغانستان کې د انسانيت لمن نوره هم راټوله شي، دا د نوي نسل مسؤلیت دا چې خلک او نړۍ د طالبانو پر وړاندې د يو عملي ګام پورته کولو ته اړ کړي.
له طالبانو نارضايتي بسنه نه کوي. نارضايتي د طالبانو د سقوط لامل نه کېږي. د افغانستان آزادي غوښتونکي قوتونه بايد عملي ګامونه پورته کړي. هغه نسل چې طالبانو د وسلو په زور له کورونو بهر کړي او هغوی يې تيت او پرک کړي، بايد د يووالي او دومداره کار په قدرت ايمان راوړي. د نوي نسل مقاومت کولای شي بېلابېلې بڼې ولري. نه ناهیلې کېدل او غلي نه کېناستل يې يوه بېلګه ده. د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د معترضو مېرمنو ورځني مقاومت او د ژوند داستانونو روايت کول او د هغو ثبتول هم مقاومت دی او د راتلونکي نسل لپاره به د الهام سرچينه وي. د ماتو او برياوو د داستانونو بيانول هم د مقاومت يو جز دی. دا يوازينی رسالت دی، چې مدني ځواکونه يې کولای شي د طالبانو پر وړاندې ترسره کړي.
يوازې هغه مقاومت چې د طالبانو د له منځه تللو لامل شي د اهميت وړ نه دی. د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د ښځو واړه او تيت او پرک اعتراضونه به د تاريخ په پاڼو کې ثبت شي. هر مقاومت، حتی ترټولو وړوکی يې هم اغېز لري او د خپل په اندازه د ستونزې حل يې هم پاملرنه رااړوي او ښايي څاڅکی څاڅکی سيند شي. تاريخ د ډېرو مقاومتونو شاهد پاتې شوی او هر يوه يې د وضعيت په ښه کېدا کې خپل رول لوبولی دی. هغه مورد چې مهم دی، دا دی چې خلک بايد باور وکړي، چې «دا ميليونونه لنډ داستانونه، دا ميليونونه واړه اقدامات، ورځني واړه مقاومتونه، مهالني لوی مقاومتونه او دا ټول اهميت او ارزښت لري، حتی که پايلې يې فوري او د ليد وړ هم نه وي. کله چې په يو کار یا هم هدف جوړولو کې فوراً ماتې خورئ، ښایي د نظام ټوله بدنه مو بدلونونو سره مخ کړې نه وي، خو همغه واړه بدلونونه دي، چې راتلونکي کې پراخ بدلونونه ممکنوي. تاسې ښايي داستان ته بدلون ورکړئ، کړنلارې او بېلګې وښيئ او يا هم د راتلونکو فعالينو او هغه کسانو لپاره چې ستاسې ګردچاپېره دي مشوق واوسئ، څو په هڅو او مبارزه کې پابندي وښيي.»