آصف درانی افغانستان لپاره د پاکستان نوي استازي په توګه ټاکل شوی
11 جوزا 1402
1 دقیقې

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې آصف علي خان درانی يې د افغانستان په چارو کې د پاکستان نوي ځانګړي استازي په توګه ګومارلی دی.
آصف علي خان دراني له دې وړاندې متحده عربي اماراتو او ايران کې د پاکستان سفير او افغانستان کې د مرستيال سفير په توګه دندې ترسره کړې دي.
ښاغلي درانی چې د بلوچستان او لندن پوهنتونونو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زدهکړې کړي، د عربي اماراتو، ايران او افغانستان سربېره يې امريکا، انګلستان، او هند کې په بېلابېلو ډيپلوماتيکو برخو کې کار کړی دی.
له دې وړاندې محمد صادق د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی ؤ، چې وروسته له درې کلن ماموريته يې څه موده وړاندې استعفی وکړه.