سريلانکا ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سفر

11 جوزا 1402
alt-white-book 1 دقیقې
سريلانکا ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سفر

ABC MEDIA

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځيني لوبغاړي سريلانکا سره د درې پنځوس اوريزو نړيوالو لوبو د ترسره کولو په موخه د دغه هېواد په لور خوځېدلې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په وينا، ملي لوبډله به هلته له يو لړ تمريناتو وروسته د روان کال د جون مياشتې له دويمې تر اوومې نېټې پورې دغه هېواد سره درې نړيوالې پنځوس اوريزې لوبې وکړي.

په ورته وخت کې، کرکټ بورډ سريلانکا سره له لوبو وروسته بنګله‌دېش سره هم د ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې د کرکټ ملي لوبډله به له سريلانکا وروسته بنګله‌دېش ته ولاړه شي او هلته به يوه ټېسټ، درې يو ورځنۍ او دوه شل اوريزې نړيوالې سيالۍ د دغه هېواد ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د کرکټ د چارو د شنونکو په وينا، دا او دې ته ورته لوبې کولای شي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال سټېج کې د مخکې تګ ترڅنګ راتلونکي آسيا جام او نړيوال جام ته هم چمتو کړي.

د يادونې وړه ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ رئيس ميرويس اشرف هم د هند کرکټ بورډ په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی او هلته به د هند پريمير ليګ وروستيو لوبو کې د ګډون ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو ترسره کولو په اړه اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.

د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ او زموږ مینځپانګه په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ


اړوندې لیکنې