د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه د افغانستان د بوديجې سهم څومره دی؟

11 جوزا 1402
alt-white-book 1 دقیقې
د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه د افغانستان د بوديجې سهم څومره دی؟

ICC

د کرېکټ نړيوالې شورا د نوې تقسيم‌بندۍ له مخې، د افغانستان کرېکټ بورډ به له ۲۰۲۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ زېږيديز کاله پورې په کلني توګه ۱۶ ميلیونه ډالره بوديجه ترلاسه کړي.

په نوې تقسيم‌بندۍ کې هند په ۲۳۱ ميليونه ډالرو، اسټراليا په ۳۷.۵ ميليونه ډالرو، انګلستان په ۴۱.۳ ميليونه ډالرو ترټولو ډېر سهم او افغانستان په ۱۶ ميليونه ډالرو سره ترټولو کمه کلنۍ بوديجه به د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه ترلاسه کوي.

سره له دې چې د افغانستان کرېکټ بورډ بوديجه د پام وړه لوړه شوې، خو دغه اداره د هغو هېوادونو په پرتله چې په جدول کې کښته دي، ترټولو کمه بوديجه ترلاسه کوي او لامل يې هم د کرېکټ نړيوالې شورا د ځينو معيارونو نه پوره کېدل ګڼل شوی دی.

د کرېکټ نړيوالې شورا په خپلې نوې مالي طرحه کې د خپلو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو لپاره ۶۰۰ ميليونه ډالره بوديجه په پام کې نيولې ده.

په ټوله کې، ۱۲ بشپړ غړيتوب لرونکي هېوادونه ۸۸.۸ سلنه ټول عوايد ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې ۱۱.۲ سلنه بوديجه به پاتې ۹۶ غړو هېوادونو ته ورکول شي.

افغانستان د نوې درجه‌بندۍ له مخې، د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو په نوملړ کې اتم مقامم لري.

افغانستان له دې وړاندې د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه  ۴.۲۴ ميليونه ډالره بوديجه ترلاسه کوله.

د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ او زموږ مینځپانګه په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ


اړوندې لیکنې