د مطالبو د استولو شرایط


4 ثور 1402

افغانستان اکسپلېنر د هر ډول هغې ليکنې له خپرولو چې په هغې کې ډيموکراتيک او د بشري حقونو ارزښتونه نقض شي، ډډه کوي.

 

هغه ليکنه چې په کې يو بنسټ، ډلې او يا هم يو شخص ته سپکاوی وشي، نه خپرېږي.

 

ليکنه دې د ليکوال او يا ژباړن په اړه د لنډې پېژندنې سره واستول شي.

 

ليکنه دې د خپله ليکوال او يا موضوع پورې تړلې ښه کيفيت لرونکي عکس سره واستول شي.

 

ليکنه بايد بل هېڅ ځای کې نه وي خپره شوي څو د خپراوي حق رعايت شي.

 

ليکنه بايد د خپراوي ارزښت ولري او روانو پېښو سره اړيکه ولري.

 

ليکنې دې عنوان او سرليک ولري.

 

هغه ليکنې، چې له نورو ژبو ژباړل کېږي، د اصلي متن لېنک سره دې واستول شي.

 

ليکنې بايد د Word فارمټ کې واستول شي.

 

افغانستان اکسپلېنر د مطالبو د ايډېټ صلاحيت لري.

 

افغانستان اکسپلېنر د استول شويو مطالبو د رد او يا تائيد لپاره د تصميم صلاحيت لري.

 

د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ او زموږ مینځپانګه په خپل بریښنالیک کې ترلاسه کړئ